نظم
پېرے
Ghani Khanويره پېرے دے
اميد رڼا ده
د شک تيارۀ کښې
ويره بلا ده
کۀ ورانېدۀ دی
کۀ جوړېدۀ دی
کاروان روان دے
د لارې تلۀ دی
ويره تيارۀ ده
او ورکېدۀ دی
اميد ليدۀ دے
امېد ليدۀ دے
ويره کفر دے
خداې نه منل دی
يو تور درياب کښې
غوپه وهل دی
لمبې د روح
لوگے کېدل دی
اميد هستی ده
اميد بقا ده
ويره پيرے دے
ويره بلا ده