نظم

قصه (بلبلان:-)

Ghani Khan

وسو لالا، ورک شو، گلاب ځکه مونږ ژاړو بلبلان

زمونږ دېره شوله تالا ځکه مونږ گډ يوُ په گريان

غوټۍ په وينو کښې دی سرې هره غنچه ذرې ذرې

مونږ بې وطن، بې اسرې در په ديکې غريبان

ښکلے سپرلے دے را روان زمونږ بوستان دے بيابان

مونږ ورته گورو حق حېران لکه بې پلاره يتيمان

خېشته دنورو گلونه مونږ چرته يو هم نه مومو

زمونږ څوک اوری ويرونه دهر چا غم په خپل خپل ځان