نظم
قسمت
Ghani Khanزه نرمه خټه یم، لاس د کلال کې
یا به د میو جام شم، یا به کوزه د جومات
یا ډیوه ګۍ د زیارت، د میخانې فانوس
او یا د ډېران ټیکری، ستړی او مات
ځواني، مستي، ژوندون، د بل د لاسه دي
زما نه وس شته او نه مې واک
شیخه په باغ کې د یار د کوره
کوم ګل پلیت کړم او کوم پاک
څه ملامته زه په ګونا شم
چې وس، قسمت او تقدیر د بل دی
څنګه ستومانه زه په خندا شم
خوب دی د بل او تعبیر د بل دی
دا مې ګونا ده مین په ګل یم
نه زه د ګل اقا، نه د نظر
نه مې د واک دي خمارې سترګې
نه وږې شونډې، مدهوشه سر
ما نه دي ایښي د یار نظر کې
سپرلي، ګلونه، سور او خمار
ما د خپل نوره نه دي جوړ کړي
شرنګ او غورځنګ او رنګ د بهار
ما د سبا په پسته رڼا کې
نه دی خپور کړی د جادو ساز
چا شېرینۍ وه فرهاده ته ښولې
چا جوړ محمود کړ خان د ایاز
زه نه پوهېږم چې چا روښانه
د زهرا نور کړ په مخ د لال کې
زه تصویر یم د بل د ګوتو
بې جبانه خټه، لاس د کلال کې
یا به قسمت وي، یا به دوزخ وي
او که وي دواړه، نو ته رحمان یې؟
نه شم زغملی، نه شم منلی
چې ته جلاد یې او هم جانان یې