غزل

را ته ګوره مې نــــــــــــه خـــــــــوب شته نه ارام

Malang Jan

رانيو لی يــــــــــــــــــــــمه ستا د زلــــــــــــفو دام

نه د ور ځي قراری لرم نه شپـــــــــــــــه کــــــــې

ای د لبره ولې کړې ته فـــــــــــــکر خــــــــــــــام

زه له ډيرې مودې ستا په فکر نــــا ست يم

جدايۍ دې را ته کړو عمــــــــــــــــــــر تمام

خال و خط دې مبــــــــــــارک شـــــــه زما دله

پر خـــــــــــــوارانــــــــــــو باندې ولره لږ پام

که ملنک دی ملنک جان غريب ملنک دی

جـــــــــدا نــــاست وې تل له کور کلي او قام