نظم

رب

Ghani Khan

د انسان د عقله لرې

د انسان نه پورې بره

څۀ خو شته دے چې ځليږی

زما هوش کښې ډيوه بله

کۀ ساقی، کۀ گل، کۀ جام دے

کۀ گل فام، کۀ گل اندام دے

کۀ منصور دے، کۀ امام دے

که جانان ماه تمام دے

ټول په يو پړی تړلی

د فطرت داسې نظام دے

خزان پنډ د تخم ورکړی

پاڼې يوسی چې د گله

څۀ خو شته دے چې ځليږی

زما هوش کښې ډيوه بله

دا دنيا همه بې توله

پټ يو تول پکښې ځليږی

پټ يو تول پکښې ځليږی

پټ يو تار هره بخی

په هر ول کښې ښکاره کيږی

لکه هر ځائې کښې هوا

لکه هر ژوندی کښې سا

لکه پۍ په ښاپيرک کښې

لکه پۍ د مور د خوا

لکه حُسن په هر شی کښې

اوس د غرۀ په سر وريځه

اوس پرې سره زيړه رڼا

ددې هار مرۍ لکها

يو ئې تار يوه دنيا

عجيبه لا عجيبه

سلسلو کښې سلسله

څۀ خو شته چې تنظيم جوړ کړی

د دې مست رنگين غوبله

چې دے خپل هوش ته مې گورم

حېران څۀ چې پرېشان شم

دې ښائست ته ولې ولې

داسې روک اؤ شم حېران شم؟

دۀ کښې زر رنگه رنگونه

همېشه گډيږی دانگی

اؤ د خيال يو زرين غشے

تورو لړو کښې روان

د يو غشی نه زر جوړ شی

مستانه اؤ پرېشان

بيا هم مې غشے زر بڅری

لکه گڼ اور اورکی شی

ټول جهان باندې راخور کړی

يو زرين رنگين باران

چواړئ باندې به شال د لېلی د ښائست خور کړی

بادشاهان به ورته ښائی شاه خېلان

د څلوېښتو کالو مړ، روک ايرے گل به راواخلی

ستا په سترگو کښې به جوړ کړی ترې يو نوے گلستان

چرته تور تاريک درياب کښې، ستا د خود اؤ هوشه پټ

لټوی نا، جوړوی ئې، چلوی ئې ورانوی ئې

هر سړی ته دا جهان دے، بل جهان يو خپل جهان

ما ته حسن او طلب دے، ما ته سوز دے اؤ گداز دے

لېونے شانې تالاش دے، داسې ورک د جمدون راز دے

بل ته لوږه ده دولت دے، سرۀ او سپين دی ملغلرې

شرنگا شرنگ مستانه تال، د جانان د خلې اواز دے

د دۀ هوش يوه لمبه ده، سور غضب دے، سوزول کړی

دا ادم نۀ دے، ښامار دے څۀ گنجی ده څۀ شهباز دے

په يو کور کښې هم حسېن اؤ هم يزيد دواړه پېدا شی

د قرېش د هډ اؤ وينې، ددې دواړو وجود ساز دے

کله يو بنده کښې يو ځائې شی دا دواړه وار په وار

يو جهان کښې څۀ صحرا وی، نيمه شاړه نيم گلزار

هوش دے دومره ډوب چې ويخ ئې تاترين دے بې پايانه

داسې بحر چې نۀ ويخ شته نۀ ئې شته د چپو شمار

د ادم نه تر دې دمه چې څۀ تېر دی دۀ کښې ډوب دی

دۀ ته ياد وی ټکی ټکی، هر يو کفر اؤ اقرار

د يو ډوب اؤ تور دريابه د يو خيال بڅرے راوځی

راته ښکاری چې دا هوش مې، بس يو پټ خاموش جهان دے

نور دے پټ، خو يو پوټے شان لږ ښکاريږی اؤ روښان دے

سرسری رڼا کښې خور دے، هوش او عقل د انسان دے

دغه تول د تال اؤ رنگ دے، تول د حُسن د جانان دے

دغه لاندې تارخانو کښې دی نورونه پټ تيارو کښې

اؤ اورونه دومره مست چې ، هر پوکے ئي يو طوفان دے

د انسان د خوده لرې، دانسان د پوهې بره

دا جهان د اور اؤ نوره، جوړيدے شی دا پخپله؟

حافظه مې د صدو ده، پېدا شوے پرونے يم

دا غصه د قرنيکه مې، سر کښې چا راوچوله

هره پاڼه کښې يو قانون دے چې چليږی

په باتور بلبل اؤ ما کښې يوه شمع ښکاری بله

يو ستار د هوش جهان کښې، به شروع کړی يو شرنگار ـ

د ژوندون درياب بهيږی چپې لاړې چپې راغلې

په چپې پسې چپه ده، په هغې پسې ده بله

بې قانونه کۀ دې پرېښول، سر به جوړ ترې د پاگل شی

دا جوړښت به ئې تس نس شی، ټول جهان به يو داندل شی

نمر به ستوری ټول جليا کړی، سپوږمۍ زمکه به چوړی کړی

فلسفيان، منطقيان واړه، به چيخڼا لکه ميږی کړی

د کروړونو کالو لار به، يو تورتم کښې شی تمامه

دغه وخت به عيسی مړ شی، سا به وځی د خيامه

دغه وخت به د ادم، پېدائش شی بې مطلبه

نيش ادم، نيش ئې اور شو، چې په نيش ئې کړه تمامه

نا، نا، دا ټوله خطا ده يو قانون دے د ازله

يومالک شته دے ځليږی زما هوش کښې ډيوه بله

د انسان د عقل دام کښې، دئې نيولے دے چا کله؟

دئې يو عشق ته کله کله، نقاب لر کړی د وربله