نظم
رباعيات
Ghani Khanدا چې ستا سترگو تصوير د مستۍ وغوست
نو زۀ جام شومه، خيام شوم، مست نسکور شوم
چې تا شوق د فتحو وينو د زرو وکه
زۀ مرئيے د سکندر په نيلی سور شوم
چې سرور په غم کښې ورک شی
نشه خلاصه شی په جام کښې
اؤ خيام د مېخانې نه
توبه گار شی په ماښام کښې
چې ژوندون د مرگ د ويرې
د غلام په شان راغونډ شی
دغه وخت کښې فرق روک شی
په ساقی اؤ په امام کښې
ستا لائق نۀ يم څۀ له مې بيائی
کله محل دے، کله افسون دے
زۀ ور روان يم په پټو سترگو
کۀ دا مرگے دے، کۀ دا جنون دے
چې جهان ته دې گورم حېرانه شم
چې انسان ته دې گورم قے راشی
يوخوا سترگو له گل نرگس راشی
بل خوا زړۀ له خنجر ازغے راشی