نظم
رنگ
Ghani Khanښۀ دے په رنگونو کښې زړگيه د ځوانۍ رنگ
مرگ و غم له ورکی د جمدون جاودانۍ رنگ
هن هن په ممبر اؤ په محراب کښې بقبقور کوی
ياد شو مُلا جان ته دکوکۍ جمدانۍ رنگ
زيړه شوه د شرمه د پېرس مسته بيبياڼه
وې ليد چې د سترگو دخړې پاکستانۍ رنگ
سرلنډے تې جوړ کړی چن چڼک اؤ قولنگی تې کم
ټوپ چې کله ووئ په بوډا کښې د ځوانی رنگ
اوږې شونډې وخاندی په تش لاس شمله نېغه کی
کله چې شی پورته غنی خان کښې دخانۍ رنگ
دا خوستا په دربار کښې قبلولو له
کله شين، کله سپين، کله تورر شمه
دا خو ستا دقدم په ارمان کښې زۀ
په ازغو د قالينن په شان خور شمه
دا خو تاته خپل ځان ښکاره کولو له
کله ساز کله رنگ کله اور شمه
دا خو زۀ د جمدون يؤ اواز يمه
ځکه ځکه يا شرنگ شم يا شور شمه