نظم

رڼا د شمع کښې د سحر نوُر راغے

Ghani Khan

تاؤ د غرمې لاړ ماسپښينے شو

لکه د منی يخ باد د سينې شو

سرور د سترگو ډېر، خو د زړۀ کم شو

اؤ د فراق استاځے مخ د صنم شو

ساز کې سُرونه نن د خاموشۍ خېژی

د هوش جنډې په کور د بې هوشۍ خېژی

د شفق سرُ رنگونه شو لړه توره

بادشاه شړونکے شو دخپله کوره

اؤ ، ستار کښې شرنگ هغه د ماښام نشته دے

سرور په سترگو کښې دخيام نشته دے

پښې د رقاصې سرې خو تال ئې هغه نه دے

بانگ د بلال هغه خو بلال ئې هغه نه دے

په جام کښې گوټ گوټ شراب کميږی

سپرلے خلاصيږی گلان کميږی

اؤ رڼا د شمع کښې د سخر نور راغے

باغ د بلبلو ته نوم د باتور راغے

دغوټو سترگو له خيال د خزان راغے

لږ مستی لاړه او لږ ارمان راغے

اؤ د فراق سورے په وصال پرېوت

ستوری راوختل او هلال پرېوت