نظم

راشه ورو ديار غمه

Ghani Khan

راشه ورو د يار غمه، پريوځه په سينه زما

گل غمه، گلزار غمه، اے د گلو خار غمه

خوږ لکه دلدار غمه، اے د ستورو هارغمه

راشه ورو دد يار غمه

پريوځه په سينه زما

غم کښې چې اميد وی څۀ پسته نشه لری

دې غرور کښې دا ارمان څنگه پلوشه لری

دا مستی اؤ دا ژړا، سُر ستا د ستار غمه

راشه ورو د يار غمه

پريوځه په سينه زما

راشه اے د زړۀ خوږه ويښ کړه دا جهان ستا

ويښ اؤ په لړزان ئې کړه سور دا گلستان ستا

رنگ زيړ د خزان ستا، بوی دے د بهار غمه

راشه ورو د يار غمه

پريوځه په سينه زما ـ

ستا په تورو لړو کښې لږه رڼا ډيره شی

اوراورکی ستوری شی، حسن ترې چاپيره شی

اے د لېونو نشې، مست دے ستا خُمار غمه

راشه ورو د يار غمه

پريوځه په سينه زما

تۀ دمودو يار زما، نخښه د دلدار زما

تۀ مې د وفا گواه، تۀ ئې نوم د يار زما

خوږه لکه دلدار غمه، اے د ستورو هار غمه

راشه ورو د يار غمه

پريوځه په سينه زما