نظم

رشته

Ghani Khan

يا بې جرړو ونه زۀ وے

اؤ يا بې پرو مارغۀ وے

يا د نيم اسمان وے ستورے

يا د سيند د مېنځ اوبۀ وے

يا قطره وے د شبنم زۀ

نۀ مې پلار نۀ مې نيکۀ وے

نۀ مې دوست نۀ مې دښمن وے

نۀ مې بد وے نۀ مې ښۀ وے

دا جهان به لوې جنت وۀ

که رشته نۀ وے هر څه وۀ

خدايه! زۀ به ستا عاشق ؤم

کۀ تۀ وے ستا رُتبه نۀ وے

عاشقی به بزرگی وۀ

کۀ عشق وے معشوقه نۀ وے

رشتې زۀ کۀ خپل مالک ؤم

يا به زۀ ؤم يا به تۀ وے

هےئ د غرۀ د سر دا واؤره

کۀ غنی وے څۀ به ښۀ وے