شعر

را ته ګوره مې نه خوب شته نه ارام

Malang Jan

را ته ګوره مې نه خوب شته نه ارام

رانيو لی يمه ستا د زلفو دام

نه د ور ځي قراری لرم نه شپه کې

ای د لبره ولې کړې ته فکر خام

زه له ډيرې مودې ستا په فکر نا ست يم

جدايۍ دې را ته کړو عمر تمام

خال و خط دې مبارک شه زما دله

پر خوارانو باندې ولره لږ پام

که ملنک دی ملنک جان غريب ملنک دی

جدا ناست وې تل له کور کلي او قام