شعر
رايادوئ د ميرويس خان وختونه
Malang Janرايادوئ د ميرويس خان وختونه
مه هېروئ د خوشحال خان وختونه
زلمو ، تيار شئ چې ناکامه نه شو
ډېر دي نژدې د امتحان وختونه
اپريدو ، ولې حرکت نه کوئ
بيا کړئ تازه د دريا خان وختونه
مومندو، پل د ايمل خان ونيسئ
نه دي دانه دي د غيران وختونه
يو سفزو، مه هېروئ خدای لپاره
د چار غولی د عجب خان وختونه
ستاسو په غم کښې خان پټکی نه تړي
تېر شو سر تور د باچا خان وختونه
پښتونستان ګلان به کله بوی کړي؟
په تمه تېر کړل ملنګ جان وختونه