نظم ريدی گل Ghani Khan Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 يوه ورځې يو صحرا کښې په ښکار وتې ؤم روان يو گلاب مې ولاړ وليد، پړقېدۀ خېشته خندان 02 زۀ خفه ئې خوا له لاړم، ما وې اه زما په شان تۀ هم گل ئې بد نصيبه روک د زلفو دجانان 03 نۀ د چا نيازبينې گوتې، نرم مخ له به دې يوسی نۀ په ښکُل دې کړی سرې شونډې د يار سرۀ نازک لبان 04 هغه غلې شان مُسکے شو، وې خان مۀ کوه خفگان زۀ به دا صحرا ورنه کړم، د ايران په گلستان 05 دلته زۀ يو اؤ يکتا يم ، هلته زر زما په شان چار چاپېره سپېرې خاؤرې، زۀ يوازې يم روښان 06 دلته دې تور رېگستان کښې زۀ د رنگ اؤ نور لمبه يم د خائشت چپه نغمه يم، کرشمه د لامکان 07 ستا په باغ کښې په زرگونو دی گلاب زما په شان يو بې نومه سور درياب کې يو بې نوم څاڅکے روان 08 تۀ دې هم په خپل صحرا کښې خفه مۀ شې زما وروره! اخر را به شی ديدن له دې څوک سوے غنی خان Dictionary meaning × Headword