نظم

ساده پښتو

Ghani Khan

ښه ده اوس د غنی واوری

په صفا ساده پښتو کښې

ماله نه راځی خبرې

په چل ول په اشارو کښې

ماته څه مغل مغل کئی

روک مغل او روک ئې کور دے

ولې نوم د هغه ناخلې

چې دې نن په اوږو سور دے

د پښتو لاره صفا ده

پکښې هېڅوک نه تېروځی

هر پښتون د اېمال پلار دے

خو چې يره ترې نه وځی

ددې خاورې تندر جوړ کړی

په پښتو کښې دا کمال دے

د خټک د نرۍ ږيرې

هر ويښته خوشحال خوشحال دے

چې غېرت، توره ترې لاړ شی

د زمری نه جوړ گيدړ شی

د گيدړ دله ژوند تېر کړی

د گيدړ په شانې مړ شی

اے زما ننگالی قامه

ولې پروت ئې په ايرو کښې

د چا يره نن خانی کئی

ستا د پلار نيکۀ حجرو کښې

ستا نه هېر شو چې يو وخت کښې

لکه باغ ډک د رڼا وے

ټول جهان د جړۍ شپه وه

تۀ ئې ستورې د سبا وے

د دې سرو ټيکرو لاندې

پټې لويې خزانې دی

د تاريخ زړۀ کښې روښانه

ستا د حسن زمانې دی

اوس ايرو له ځکه راغلې

چې لايق د هېرېدو وے

اے چې خوب کئی په کوهی کښې

ته به ناست په سر درو وے

مزل گران ډېر د پښتو دے

خو سړک ئې دے صفا

تيندکونه پکښې نشته

خو کۀ ستا ښپو کښې وی سا

کۀ نادر دے کۀ تورزن دے

کۀ ملا، که برهمن دے

کۀ هټلر، کۀ پير بابا

که گاندهی وی، کۀ جناح

کۀ هندے، کۀ جاپانے دے

که تُرکے، کۀ ايرانے دے

کۀ د روس خېشته وعدې دی

د پېرنگ خېشته دهوکې دی

دې زما ښکلې اېشياء ته

ده بې خوده امريکه

خو چې زما د پښتو غل وی

اؤ زما د ننگ ډاکو

دے چې هر څه، وی خو ماته

دے چنگيز اؤ هلاکو

دا چې سرې ډيوې ښکاريږی

دغه ستا وو محلونه

دغه تورې تورې خاورې

وو د ستا بچی گلونه

مجنونه بد نصيبه راغلې داسې زمانه کښې

چې زړه او ژوند به دواړه داؤ کېده په ياررانه کښی

ورتله نه دا زمونږه مهذبه فلسفه

چې مال وو نه پټی وو، نه موټر وو نۀ بنگله

هلکه ټوپی ټقه تا لېلی څه له غوښته؟

او بيا شور وغوغا آو واوېلا په ويرانه

خو زر به نوکر شوے وے د چا په خزانه

زمونږ د سيلاگانو باباگان دی ډېر هوښيار

قيمت ئې ورله اېښې دې خرڅئ ئې په قطار

مجنونه ته شوره وې هم خپلوان دی وؤ شوره

کتلې به ئې وه تا له نوکری چرته پخه

توبره ئې وی ښه ډکه چې درنه اوړی بوره

خو څاڅکے عقل نه ووت پر ټوله خيل خانه کښی

مجنونه بدنصيبه راغلې داسې زمانه کښې

هر کور د گټې وټې چاپېره په قلار

اخر پکښې غټ سئی کړی خزانې باندې ښامار

اؤ دۀ ته روښانۍ کښېږدی په توره تارخانه کښې

لېلی ارزانه کېږی دې اوښياره زمانه کښې

لږ مال، يو موټرگے، څۀ کُشاده شان نوکری

څه گرځه لېلی گانو نه پراتۀ دی ډک شکری

اخله کومه اخلې ډوب ډوبۍ کۀ سرسری

او غم ئې مۀ کوه ياره که تورابان ئې بربری

پرته به وی سبا له ستا د لاسو جېل خانه کښې

مجنونه بدنصيْبه راغلې څنگه زمانه کښې

آو هغه سپوږمۍ چې سپوږمۍ ورته پسخيږی

خرڅيږی دې وطن کښې د ټېپرو په منکت

اؤ هغه گلاب شونډې چې گلونه ترې شرميږی

د حرص په بازار کښې لوږه ږدی ورله قيمت

که لاړه لېلی لاړه مونږ پرې نه وژنو ځانونه

يوۀ لېلی نه بله، بله بله ښۀ ډولۍ

وجود ئې د گل څانگې لاس او ښې لکه گلونه

اواز به ئې وانۀ ورې خو خرڅېږی په بولۍ

اؤ دغه سرو لبانو کښې ئې دومره خواږۀ پټ دی

چې دومره تری نشته کارخانې د تخت بهايۍ کښې

راځه تاله سئی کړې ما لېلی ده په يو ځاې کښې

چې ژاړی په اردو کښې او خندا کئی انگريزۍ کښې

او داسې ډولۍ ښکاری چې وی ناسته په کرسۍ کښې

هغه ليلی راتله، نه نۀ ارمان، نۀ په مستۍ کښې

اؤ دا د هغې لور به دې وړه بټوه کښې ځاې کړې

چې کار له خدمتگارۍ دوه څلور ورله يو ځاې کړې

ښه سورب به شې اچئ به تری درته پيتۍ کښې

مجنونه! تا څه وليدل په خپله زمانه کښې؟

دا د رڼا گل دے ورته خانده او گډېږه

غواړی که ډوډۍ چرته سړه گوره بومبۍ کښې

او دا خو يو گلاب دے يو ښائشت دے يو جمال دے

دا کوم ځاې نرگس وهلې ده څمڅۍ چرته کټوۍ کښې

په خوی لکه سپوږمۍ ده هر ځاې هرچاته خندا کئی

کنځل په انگريزۍ کښې کئ هيڅوک پرې نه پوهېږی

خبرو کښې وکيله چې تۀ شپږ کئ دا اتيا کئ

وئ شرم دے مرض دا وی ناجوړه ښه شرميږی

هر څوک دې ډکئ جام داسې سخی دے مېخانه کښې

مجنونه تا څه وليدل په خپله زمانه کښې؟

خو ستا هغه ډولۍ ده داسې ښکلې خشته ښکاری

موټر کښې چې روانه وی مسکۍ په ماځيگر

اؤ ټک ټک د بوټانو ئې دا واړه دُنيا ساری

وئ زار د مستو سترگو څټوکے وی پرې ببر

تۀ ځه کۀ ځې صحرا ته دا به وی قيصه خانه کښې

مجنونه تا څه وليدل په خپله زمانه کښې

مجنونه ستا لېلی څۀ وه خو درد وۀ اؤ صحرا وۀ

او فرهاد د خر بچے هغه خو ستا نه هم چوتيا وۀ

تا خپل غم کړو راغونډ چرته يو ځان له ځاې له يوړه

بس تۀ وے اؤ ستا غم وۀ تۀ تياره وه تۀ بېديا وه

هغه خو په کبډی وۀ ورغلے چرته غر له

بس دغه تبرگے دارو وی دغه شانې سر له