نظم

سلام

Ghani Khan

نۀ ساز شو، نۀ سوز شو بس هسې ژوند تمام شو

نۀ خوب شو، نۀ شرنگ شو، نۀ ياد گل اندام شو

دا توره توره شپه راغله نۀ ستوری، نۀ سپوږمۍ شته

ځوانی وه لاړه لاړله، يوگوټ اؤ خالی جام شو

يو ستورے د سبا وۀ لاړ، سور گل يو د لالا وۀ لاړ

سور نمر زيړے زيړے شو، نرے نرے ماښام شو

قصه د حسن هيره شوه، مزه د مينې تيره شوه

ملا بانگ د سبا وې اخر په سول خيام شو

مستی بې پروائی ورکه په خود کښې بې خودی ډوبه

اؤ گوره لېونے هم نن بادشاه ته په سلام شو