نظم

سوال

Ghani Khan

خدایه وکړم د غونچې سره خندا

که د خوار غریب بلبل سره ګریان

خدایه وګورم د خپل یار ښکلي مخ ته

که د خپل سوي زړګي شم تماشان

خدایه ووېرېږم ستا له لوی دوزخه

یا که تمه کړم شروع د حور غلمان

ته مې پوه کړه ته مې پوه کړه نه پوهېږم

چې به تا کړمه خوشاله او که ځان