نظم

سزا اؤ جزا

Ghani Khan

هېڅ په پته دې پوه نۀ شو

د سزا اؤ د جزا

تاته يؤ دی لويه خدايه!

هم خندا اؤ هم ژړا

څوک ښېسته ځوانی کړی خاؤرې

په يو خال باندې مئين شی؟

څوک غوټه په رنگ اؤتال کښې

په يو خال باندې مئين شی

څوک مدهوش په حق اؤ نور

په هلال باندې مئين شی

خو: ستا سپوږمۍ هر چاته خاندی

کۀ زهرا وی کۀ بلا

هېڅ په پته دې پوه نۀ شو

د سزا اؤ د جزا

څوک په پټو سترگو ډوب شی

سمندر کښې د غرور

څوک په تخت لکه فرعون

ناست دے خاندی په سرور

څوک په مزکه پروت ملنگ وی

يادوی قيصې د طور

څوک په وينه موړ خندا نه

څوک په مينه کښې رنځور

ړوند قسمت دے فرق ئې نۀ کړی

د فرعون اؤ د موسی

هېڅ په پته دې پوه نۀ شو

د سزا اؤ د جزا

عجيبه ده فرق نشته

د غرور اؤ د نياز

عجيبه ده بېلتون نشته

د يزيد اؤ د اياز

عجيبه ده انعام يودے

د ټپوس اؤ د شهباز

تا ته واړه چغې يؤ دی

کۀ د وير وی کۀ د ساز

تاته يو دی لويه خدايه!

هم خندا او هم ژړا

هېڅ په پته دې پوه نۀ شو

د سزا اؤ د جزا

يوخوا سرې سترگې شاهين

په پنجرو کښې پروت ژړيږی

بل خوا زيړ سترگې شغال

په بخملو کښې لوغړيږی

يو خوا ننگ مينه اؤ توره

ورو ورو سوزی خاؤرې کيږی

بلخوا چل دوکه دروغ

راخوريږی زرغونيږی

استا غټې لاپې څۀ شوې؟

د قسمتت اؤ د سزا

تاته يو دی لويه خدايه!

هم خندا اؤ هم ژړا