نظم
څۀ د پاره؟
Ghani Khanچا د ځانه جوړ جهان کړۀ د عالمو
ډک د لوړو د ژورو ورانو سمو
زرغون شوی په اميد ژوندے په طمعو
شو پېدا د کومې موره د کوم پلاره
څۀ د پاره، څۀ د پاره، څۀ د پاره؟
مونږ بربنډ له کومې راشو په تش لاس
ولې واغوندو د ننگ شرم لباس؟
ولې جوړ کړو دين، ايمان، ويره وسواس؟
په تش لاس کوم خوا ته ځو چې ژوند شی خلاص؟
په کوم ملک، په کوم وطن، په کومه لاره؟
دا ويرونه، دا غوغا ، دا شور د څۀ دے؟
دا چې زۀ ورته ويم کور، دا کور د څۀ دے؟
اوه، دا سوځی چې عالم دا اور د څۀ دے؟
زندگی څۀ ده، مرگ څۀ دے؟ گور د څۀ دے؟
چا پسې، څۀ پسې، څۀ له بې قراره؟
عزت څۀ دے؟ طاقت څومره، دولت څۀ وی؟
ولې ماته چې وی ښۀ ، بل ته ښۀ نۀ وی؟
څۀ وی څوک چې جهان نۀ وی عالم نۀ وی؟
کوم خوا تښتی مړه رڼا گلونه سوی؟
يو وړوکے سر اؤ دا قيصې بې شماره
څۀ د پاره، څۀ د پاره، څۀ د پاره؟ ـ