نظم

څۀ وکړم؟

Ghani Khan

يو سړک د گلستان بله لاره د زندان

مينځ کښې زۀ ولاړ حېران چې په دې ځم، کۀ په دې

يو خوا عېش، عشرت، سېلونه، بل خوا کندې کندې غرونه

دې خوا ساز اخوا ويرونه اوس په دې ځم کۀ په دې

دلته ښکلې موسکۍ شونډې، هلته غم، فرياد دکنډې

دا ځائې خوب، هغه ځائې منډې اوس په دې ځم کۀ په دې

يو دے ډنډ پټ په شين رنگ، بل دے سيندوهی غورځنگ

دې خوا قبر اخوا جنگ، اوس په دې ځم کۀ په دې

يو خوا سوے مخ د سکور، بل خوا خاندی سوځی اور

اخوا تاج دے خو سر تور، اوس په دې ځم کۀ په دې

دېخوا څښې دزړگی وينې، اخوا سرۀ شراب د مينې

دلته ړوند ئې هلته وينې، اوس په دې ځم کۀ په دې