نظم
سيپۍ
Ghani Khanهغه ژوندون وايه چې وی يونور اؤ رڼا
ډک د خوبونو خندا، خندا اؤ شړنگ شړنگ
هغه سرور وايه چې وی دوخت بې پروا
خواره په سر د فقير شالونه رنگ رنگ
هغه بهار وايه چې ئې مستی او سخا
په زيړو گلو باندې ماليار کړی تنگ تنگ
خو دا نۀ شوې ده او نۀ به وۀ شی
چې دومره نرم او خېشته به ښه شی
جنت به نوم شی يو بې مطلبه
شی به پيکه خواږۀ او رېگ تراخۀ شی
سرور به ډوب شی او خندا ورکه
ځکه چې غم او ژړا به نۀ وی
رنگ به لوگے شی او ځوانی خاورې
واړه به سود وی، سودا به نۀ وی
چې ځيگر موړ شی نو ارمان ورک شی
چې ارمان ورک شی نو ژوندون ورک شی
چې صحرا نه وی د سترگو رپ کښې
لېلی فنا شی اؤ مجنون ورک شی
په شپه او ورځ کښې وخت او نظر دے
واړه لېمه د بنده، هم سپين هم تور
د دۀ تيارو کښې جرړې د نور دی
شته ځکه ټنگ او شرنگ چې شته دے شور
ياره دا ژوند ښه دے پکښې خندا اؤ ژړا
توره تياره او رڼا، گلونه رنگ رنگ
خو بيا هم زۀ غواړمه ژوند د ځوانۍ اؤ رڼا؟
ډک د خوبونو خندا، خندا اؤ شړنگ شړنگ
ولې دا نۀ شی کولې د خېشت او نور اقا؟
چې دې سيپۍ کښې کښېږدی لالونه رنگ رنگ؟