نظم
شانۍ
Ghani Khanشانۍ د گلو لښته ده وړوکی ښاپېرۍ ده
دمورهسې خشته ده د بی بی هسې نرۍ ده
دې توره توره شپه کښې ړوکې شمع ده بليږی
يو حُسن دے چې خاندی يو رڼا ده چې گډيږی
وړه د گل غوټۍ ده چې گلاب به ترې جوړيږی
وړه ښکلې گوډۍ ده ښاپېرۍ ورته پسخيږی
وړه ښکلې لولکه د گلونو ښاپېرۍ ده
دمور هسې خشته ده د بی بی هسې نرۍ ده