نظم
شهيد
Ghani Khanاے شهيده! اے عاشقه! اے بچيه د منصور
په خندا جانان له لاړې ډوب درياب کښې شوې د نور
نادانان در پسې ژاړی، ماشومان درته مجنون وی
لېونی درته پسخيږی، اے ايرې دکوه طور
ننگياليه سر دې ورکۀ د يار ښپو کښې دې لوگے کۀ
اوس ئې گوره مُسکۍ سترگې، ښکلې ډکې د غرور
ما راوړی تاله نۀ دی د سرو گلو امېلونه
د جنت بلبلان څۀ کښې د دنيا د باغ گلونه
تا کړې خپلې سترگې خاؤرې چې زما پرې شی روښانه
تا قيصه زما د درد، بره يوړه تر اسمانه
ستا د وينې څاڅکے څاڅکے چې تا توې کړه د ارمانه
ماته سرې ډيوې بليږی په کوڅه کښې دجانان
د دُنيا تاجونه ځار شه ستا د بخته ستا د شانه
د لېلی په زنگون پروت ئې، د مجنون څيرې گرېوانه
ما راوړی تاله نۀ دی د رامبيلو امېلونه
د جنت بلبلان څۀ کښې د دنيا د باغ گلونه
لاړمه بوډا شوم ژوند يو ټوقه نۀ گڼم
ځان تخنومه خو ډېر افسوس دے خندا نه راځی