نظم
شهيد ډاکټر خان صاحب
Ghani Khanد بهرام بابا بچيه، ستا په وينو کښې نرتوب وۀ
په ځيگر کښې دقام وينه يو سور اور يو لېونتوب وۀ
دا چې سر پې تا لوگے کۀ د پښتون د عزت خوب وۀ
هم بابا وے هم اشنا وے عجيبه دې سړيتوب وۀ
زر زلمی به ترې قربان کړم داسې مست دې بوډاتوب وۀ
پاک زړگے دې د ماشوم وۀ تا له نۀ درتله چلونه
ننگ، پښتو، توره، غېرت وو کاکا ستا د باغ گلونه
د هر چابد به بخښل تا، زړۀ درياب دې د رحمت وۀ
په سُور اور کښې به خندل تا، دومره مست دې شجاعت وۀ
بادشاهۍ او ملنگۍ کښې، هغه خوی هغه خصلت وۀ
تخت غرور تا کښې رانۀ وست، او ايرې درته دولت وۀ
زور، زور نۀ دے، اور دے اور دے، سوزوی زړونه ملکونه
تا دا زور د ځان غلام کۀ، پې کول دې خدمتونه
چې به زۀ در مخامخ شوم، لېونے او پرېشانه
په خپل خود په خپل احساس او په خپل ژوند باندې ستومانه
ستا شنې سترگې به مُسکۍ شوې، وې ئې ولې پهلوانه
بچے هېڅ کښې قرار نشته، دا خپل درد د خپله خانه
د يو اوره بل ته دانگې، سمندر ته دطوفانه
بچے ستا سر کښې جوهر دی، تۀ هيرې جوړئی د ځانه
کۀ هزار به دې ژړل زړۀ، پټوۀ به دې زما نه
ماته تل مُسکی کاکا وے، مينه ناک او مهربانه
نشته نۀ به راپېدا شی، پښتنو کښې داسې ترونه
کاش چې تۀ دلته کښې ناست وے ما ښکلول دې قدمونه
خو تا لوې دربار له يوړل د خپل سوی زړۀ غمونه
د وطن د ننگ جنگونه، د پښتون د شان خوبونه
اوچې کله راپه ياد شې، سترگې نا، وينه مې ژاړی
خو بنده زوې د ارمان دے، تل روک شوے جانان غواړی
که زۀ ژاړم ستا بچے يم، ټول خواران درپسې ژاړی
ستا انصاف او ننگ به ستائی پښتون چرته چې ولاړی
کاکا زۀ به دې څه وايم دا خو وئی به تاريخونه
تا پخپله وينه ډک کړل د پښتون ننگ ته جامونه
ستا د پاکې وينې څاڅکی، سره گلونه، سرۀ اورونه
د هر نر پښتون په زړه کښې دې يو اور وهی ټوپونه
ما راوړی تاله نۀ دی درامبېلو امېلونه
د جنت بلبلان څه کئی د دُنيا دباغ گلونه ـ