نظم شپږ زمری (1) Ghani Khan Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 دلته کښې پنجره ده پکښې شپږ دی ازمری څوک غټ دی، څوک اوږده دی، څوک څاربۀ دی، څوک نری 02 روره! پاکستان عجب جوړ کړے چړيا گهر دے بند پکښې دېوان، پېريان، ازوزی ښاپېری 03 ورته مخامخ وړه پنجره ده د کوکو مخ ئې اوچ يو بنده دے په مثل د ماکو 04 رنگ ئې د پېرنگ دے خوی اؤ زړه ئې د پښتون تن ئې د بلبلې خو همت د هلاکو 05 وئی اؤ کنه، اؤ اؤ کنه، هن کنه، هن هن کنه ياره کۀ رب زۀ کړم د دې ټولو ټولواکو 06 زۀ به دا څاربه څټونه کړم يو ځل نری دلته کښې پنجره ده پکښې شپږ دی ازمری Dictionary meaning × Headword