نظم

شپږ زمری (3)

Ghani Khan

بل سر کښې يوسف دے هاضمه د غريب روانه ده

هر وختې قيصه د اډرقو، پوکو روانه ده

دال ئې هوا بند کړی، الوگان ئې اينه سيزی

غوړ ے زړۀ له بد دی مساله ئې په گردو گرانه ده

مالگه ئې سترگې زيړې کړی، ښوروا ئې شونډې وچې کړی

دے جېل ته حېران دے، جېل خانه دۀ ته حېرانه ده

چائې چې ډېره وڅکی لگی اټکی پرې نری

دلته کښې پنجره ده پکښې شپږ دی ازمری