نظم
شپږ زمری (5)
Ghani Khanدېخوا ترې مهردل دے، دے زمونږ وړوکې رور
چرته چې دے ناست وی هلته وی خندا او شور
يو موټی وجود کښې ئې يوغر د نرتوب پروت دے
سل مرگه به واخلی وابه نۀ خلی يو پېغور
تل په بل سورلی کړی په فطرت پېدائشی خان دے
لرې ئې جوړ کړے دے غرور کښې ځان له کور
خيال ئې د موسی دے، خاندان د سامری
دلته کښې پنجره ده پکښې شپږ دی ازمری