نظم

ثنا

Ghani Khan

توره شپه دې کله کله د غمونو انبار راوړی

کله شمع ساقی راشی او خيام او ستار راوړی

کله توره شپه لحد شی، هر څه ورک کړی په تيارۀ کښې

کله رنگ اؤ خُمار راوړی، کله شرنگ او دلدار راوړی

کله ډوب اؤ بې قراره يو درياب د اسويلو شی

کله مست د رنگ محل شی بې خودی اؤ خُمار راوړی

دا زما بې خودی واړه يو نظر ستا د قرار دي

دا زما درياب د حسن يو څاڅکی د خُمار دي