نظم
سوداگر
Ghani Khanعجيبه دا سوداگر دے
په لاس تېغ په سر قران
شنه قبا ئې د امام ده
کلکې سترگې د شېطان
په ځيگر لکه چنگيز دے
چلولی لکه هامان
په خوله خوږ د گلو باغ دے
په زړۀ سخا لکه ډېران
غړمبېدۀ لکه زمری کړی
غُريدۀ لکه حېوان
پنجې ډوبې په سرو وينو
سر ئې بره په اسمان
ماته وی چې ځوانه راکه
ستا پښتو، توره او ننگ
راته وئ غېرت دې پرېږده
شه زما د در ملنگ
وئ سر ټيټ کړه گنی کړم به
په تا ملک د الله تنگ
وئ زۀ اوښيار لکه ابليس يم
زۀ خونخوار لکه پلنگ
نۀ راکوز شه ښکته کښېنه
ماله را د يار پالنگ
يا ما خداې کړه سجده وکه
يا زما اؤ ستا دے جنگ
وئ دا توره زما لاس کښې
ستا دژوند اختيار زما دے
ستا خُمار، غېرت او مينه
ددې گوتو ښکار زما دے
دا شمله د ننگ کړه ټيټه
ډېر تېرۀ غوزار زما دې
د فرعون، چنگېز وار تېر شو
اوس راغلے وار زما دے
شه غلام د دې غلام
په دۀ ډېر اتبار زما دے
خاؤرو خټو کښې پراته دی
چې خوړلے وار زما دے
کۀ زما شوې زما ځوانه
گوره دا د زرو تخت
پاس په دې دپاسه کښېنه
خوشحاليږه په خپل بخت
دا جامونه د شرابو
مسندونه د زربفت
دا سپرلے دا پېغلې مستې
ستا د سپينې ځوانۍ وخت
دا جنت دعېش او زور
بل خوا اور د اوره سخت
ځوانه ځه ساقی له ورشه
کړه دا سره سينه بالښت
ربه څنگه سوداگر دے
څنگ ژوند ورکړم جهان واخلم
څنگ نظر د سترگو ورکړم
او چشمې د مرجان واخلم
څنگ بهار اؤ سپوږمۍ ورکړم
د لالونو ډېران واخلم
ددې سرو د طوق بدل کښې
څنگه دين او ايمان ورکړم
د رېبار د يرې څنگه
بې خودی اؤ جانان ورکړم
دا د نور اؤ مستۍ ډک سر
په سجده کښېږدم غلام ته
د قصاب د چيچړو مينه
څنگه وښايم خيام ته
څنگ د بل د تالی پاتې
کړم چوکه دمستۍ جام ته
څنگ دلدار په دُنيا ورکړم
رقيب وخېژوم بام ته
د جانان خېشته سر څنگه
د فرعون په پڼو کښږدم؟
نۀ دے ليدې سوداگره
تا د سرې وينې غورزنگ
په ټيټ سر باندې نۀ ښائی
دا زما شمله د ننگ
د سرو زرو تخت قربان شه
په ازاد کند د ملنگ
ټيټو سترگو کښې وچيږی
د سرور اؤ مستۍ رنگ
ستا شراب دزهرو گوټ دے
خلاصول کړی د ايمانه
ستا ساقی د چکلې ډمه
په دوه نيمو پېسو گرانه
تۀ ئې اوږې دلالونو
مونږه اوږی د خُمار يو
نۀ ئې دم نۀ ئې دارو شته
مونږ په داسې رنځ بيمار يو
تۀ مغروره په خپل زور ئې
مونږ په مينه کښې سرشار يو
راشه وگوره فرعونه
دا دومه د ملنگانو
په دې خاؤرو کښې خورې دی
کپرۍ د بادشاهانو