نظم څومره؟ Ghani Khan Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 څومره مينه مستی درکړم، ادب څومره؟ څومره تا دلدار جانان کړمه، رب څومره؟ 02 نۀ زۀ ستا په حد د ځان په حساب پوه شوم ستار پوهېږی په خپل هنگ اؤ طرب څومره؟ 03 تورانۍ په ساز، سرود ترکومې رسی؟ گلاب پوه دے د خايشت په مطلب څومره؟ 04 دا سپوږمۍ چې کُل جهان حېران حېران کړی دا پوهېږی د خپل نُور په سبب څومره؟ 05 رنگ رڼا د خپل ځيگر پرې خورؤمه دومره خېشت وی چې زما وی طلب څومره 06 دا چې سرې شونډې ئې اور، سرور روښان کړی معشوق پوهېږی د عاشق په مطلب څومره؟ 07 ځما مينه د ادب د پنجرې ووځی وايه څومره دې جانان کړمه، رب څومره؟ Dictionary meaning × Headword