نظم
سپرلی
Ghani Khanبیا سپرلی راغی بیا یې پیغام راوړ
د رنګونو، ګلونو او رڼا
شو ساقي موسکی، ډک یې جام راوړ
د مستۍ، د ځوانۍ او خندا
یو سبا راغی، یوه شپه لاړه
د تیارو، وېرېدو او ارمان
یو زېړی ګل مې ماښام ولید
سلامونه یې کول د جانان
دا دماغ زما چرې نه مني
چې د ګل خالق به سقر کړي جوړ
څنګ خوږې به پرې زما کړیکې لګي
چا چې ما له نرګس او دلبر کړه جوړ
دا شینکی چمن، دا ګلونه سره
دا مست مست شانې مستانه ماښام
دا ثبوت د ساقي د مینې دی
دا د سرو شرابو بر پوره جام
د ساقي چې سترګې خمارې دي
دا خمار یې ماته جوړ کړی دی
د جانان چې شونډې دلدارې دي
دا سینګار یې ما ته جوړ کړی دی
دا سپوږمۍ او ستوري او مست ماښام
مشغولا زما د غمونو ده
دا په ما مین دی مالک زما
ځکه ډکه دنیا د ګلونو ده
سپرلی څه دی؟ جانان مست شوی دی
هره سا او ذره کې خپل نور خوروي
په ګلونو کې خپله رڼا خوروي
په نسیم کې رنګونه د نور خوروي
چې تر څو یوه نظاره د رنګ
د غورځنګ، د مستۍ په انسان کې وي
تر هغې به دا زه ونه منم
چې اورونه به هغې جهان کې وي
زه جوړ کړی نه یم سزا له یار
زه یې جوړ کړی یارانې له یم
ما نه مینه خندا او مستي غواړي
که جومات که بتخانې کې یم
بیا سپرلی راغی بیا یې پیغام راوړ
د رنګونو، ګلونو او رڼا
بیا ساقي راغی ډک یې جام راوړ
د مستۍ، ځوانۍ او خندا
بیا یې سرو ګوتو کې ونیوه
لېوني ته جام د غمونو ډک
د ژوندونو ډک، د فراق نه ډک
د وصال د رنګونو، خوبونو ډک