نظم
سپوږمۍ
Ghani Khanاے لېونيه ساقی!
د لېونو د شراب
ستا جادوگره رڼا
د خُمارونو درياب
نن مې په سترگو کښې ستا
سورے د غم وليدۀ
د ارمانونو لړې
خاموش ماتم وليدۀ
ياده کۀ هېره دې ده
زما ځوانی لېونۍ
چې تا به سره لمبه کړه
زما نشه د ځوانۍ
ستا پلوشو به رانه
ارام اؤ خوب پټ کۀ
يو بې قراره ارمان
کښې به مې هوش روک کۀ
چې راښکاره به شوې تۀ
لکه مُسکۍ محبوبه
زما هر رگ به دې کۀ
يو د جنون لمبه
بس يو ارمان، يو درد
سوز اؤ خُمار به شومه
هر سُر کښې اور اؤ ژړا
داسې ستار به شومه
يا به دې داسې مست کړم
يو سور انگار به شومه
يا به دې راوړو اميد
يو سپين گلزار به شومه
خو نن خفه غوندې ئې
زيړۀ حېرانه شانې
سترگې دې مړاوې مړاوې
او پرېشانه شانې
په ټول جهان دې کۀ خور
مړاوے غمگين ارمان
لکه بې وسه ماليار
په تور ماښام د خزان
نن دې رڼا کښې هغه
رنگ اؤ سرور نشته
هغه مستی د ځوانۍ
د خېشت، غرور نشته
سترگې دې مړاوې مړاوې
خفه روانه ئې
لکه زما د زړۀ
ستړې ستومانه ئې
هغه جادو دې څۀ شو؟
هغه شراب څۀ شو؟
هغه د اور لمبی
اؤ سرۀ گلاب څۀ شو؟
زما رنگينه ځوانی
خو وخت په غلا يوړه
خُمار ځوانۍ سره لاړ
مستی سودا يوړه
ما ځان باچا گڼلو
د بل غلام وختم
ما يو درياب گڼه ځان
د خاورو جام وختم
خو ستا جادوگره رڼا
د خُمارونو درياب
څۀ شو ستا ډک خُمونه؟
د لېونتوب د شراب
بس هېڅ جواب نۀ کئی
کوم خوا ته ځې زما نه
سترگې مُسکۍ مُسکۍ
مړاوې خفه حېرانه!
دا خو راته نۀ وائی کنه
چې زۀ هم هغه سپوږمۍ
خو تۀ بوډا شوې ـ