نظم

سپوږمۍ مسکۍ شوه

Ghani Khan

سپوږمۍ مُسکۍ شوه وې "دا تول د څۀ کئی"

مينه کښې مړه څوک تلل نۀ کوی

په سُور بهار کښې د گلونو حساب

خانده مستېږه اؤ چړچې کوه

د دې لکها سوالونو يو دے جواب

ځه کښېنه گوډ دې د باغچې کوه

د زړۀ وطن کښې د سر لاره نشته

د فکر تول لکه بهلول به څه کئی

د يار حساب له خپله ياره نشته

سپوږمۍ مُسکۍ شوه وې دا تول د څۀ کئی

خانده سپرلی کښې خوند ژړل نۀ کوی

مينه کښې مړه څوک تلل نۀ کوی