نظم

ستا مينه

Ghani Khan

کۀ دا نۀ وی نو حسن له به لوږې تندې تورې

اؤ يزيد له مستې شونډي تورې زلفې گورې گورې

اؤ څوک به څنگه شی اے خدايه! ستا د مينې نه خبر؟

چې عاشق په سلگو واړی تورې خاورې په دلبر

څه عجيبه ننداره ده؟ ستا رحمونه الول

په مسکو شونډو چا جوړ کړے په ټکوزی کښې محل

ما ليدلے يومحل دے، چې تنور دے محل نه وۀ

ما ليدلے هغه گل دے چې سرے وينې وې گل نۀ وۀ

اؤ کوم تول دے زما خدايه! د انصاف او د رحمت؟

دا به څنگه من تلې تۀ، اشنائی اؤ عبادت ؟

ستا موسی له لوږې تندې او فرعون له ډک ښارونه

ستا اشنا منصور له دار او ملا له خانکونه

باز له پنجه د باتور ده او قارغانو له باغونه

مينې تورې له اورونه، شرمخانو له تختونه

څوک به څنگه شی اے ربه! ستا د مينې نه خبر؟

اکثر داغ ورکړې کولال له، چې په خپه وی گوډے خر

خو افسوس بې کس ادم که ژړيږی هم کافر دے

کۀ شکوه کوی شېطان دے، که بل يار گوری اذر دے

کۀ څۀ بله رڼا گوری شی گونگ کوڼ اؤ بې نظر

د ماتم ماښام ئې جوړ شی د سبا نه داختر

ستا دمينې معيار څه دے اے د مينې سمندره؟

ولې يار بوځې ازغو له د گلونو د بستره؟

بس زما هغه ژړا وه دخندا نصيب د بل وۀ

پوهيدل لويه گناه ده، ښه گونگټ او بد بلبل وۀ

د پاکی حسن تلاش د لمبو او د تقدير دے

هرهر مست دے او خندان دے، نر تالان، دله امير دے