نظم
تښته تښته دلرُبا
Ghani Khanتښته تښته دلربا
خوا له مۀ راځه زما
زۀ يم هغه اژدها
خورمه مينه او وفا
يا تيارۀ يم يا يم اور
يا ايره يا سره لمبه
سوزول او سوزېدل
زما ژوند زما دنيا
اې زما دگلو لختې
زۀ بې نوره ځناور يم
تۀ د مينې تاج او تخت ئې
زۀ په اور روښان نظر يم
دې د وروکو په دنيا کښې
تۀ خائشت له مقام گورې
د صحرا په تور ځيگر کښې
د گلونو انجام گورې
دا ستا زړۀ لکه د شمعې
هر څۀ ښکلې په خپل نور کړی
سوی مړاوی ځيگرونه
را ژوندی په خپل سرور کړی
تا له هر ساعت د ژوند
کله گل شی کله ستوری
زما هوش د اور لمبه ده
په لمبو کښې نشې گوری
زۀ د تورو تيارو جوړ يم
تۀ د سپين رنگين ارمان
زۀ غمگين سوے ستار يم
تۀ د مينې مرغه شان
زۀ په ظلم مست وحشی يم
يو تۀ اور ئې سره لمبه
ژوند پروت مې په تيارو کښې
په لوگی کښې مې سبا
تۀ رنگين خوب د سرور ئې
زۀ يو کريکه د جنون يم
تۀ نازکه نرۍ حوره
زۀ د اور او زور تړون يم
تۀ لېلی د لېلی ښکلې
خو والله که زۀ مجنون يم
زۀ خپل درد لېونے کړے
ازمرے په مېگتون يم
اے د سپينو گلو څانگې
زۀ سپېرۀ باد د خزان يم
ستا د مينې غلام نۀ يم
زۀ غلام د خپل ارمان يم
ستا په هره سا کښې ساز
زما هره سا سزا
ستا فراق زما ژوندون دے
تښته تښته دلربا
زما وصل ستا قضا
تښته تښته دلربا