نظم
تماشه
Ghani Khanخښتک د پښتون شليږی باچا خان ورته گيندې وهی
گاندی لېونے شوے دے سنډا ته سريندې وهی
څټونے مړاوے، وچ، خوراک مرچ، ټټئ ئې کور
زړگی ئې ړوکی ړوکی، سخا زړوکی اوربوز تور
د هند دا بنيادم نۀ لری دم، نۀ لری زور
په ښځه هيڅ بد نۀ گڼی، پيسې پسې تندے وهی
گاندی لېونے شوے دے سنډا ته سريندی وهی
د غوږ نۀ تاؤ کړی تار نو بيا کړی شا د کوڅې لور ته
د هوتی په څټ راواړئ، توره سُوټه کاندی پُورته
هم دومره لرے وی چې ځی اواز ئې کور ته
وختی سحر چې پاڅی خوله کښې چخچې دوبندے وهی
گاندی لېونے شوے دے سنډا ته سريندې وهی