نظم
تپوس کۀ جواب
Ghani Khanوايه وايه مُلا جانه
ژوند تپوس دے کۀ جواب
ژوند وصال دے که جنون دے
کۀ ارام که اضطراب
ژوند امام دے کۀ گلفام دے
کۀ ممبر دے کۀ محراب
کۀ يو مست غوندې جهان کښې
رنگين خوب دے د سراب
کۀ لمحه د نور گټل دی
د دې تور تاريک جهانه
ژوند تپوس دے که جواب دے
وايه وايه ملا جانه
ژوند فرعون دے او غرور دے
کۀ جنون دے او سرور دے
د نمرود د زرو تخت دے
کۀ رنگين مرگ د منصور دے
دا حسېن مُسکے مُسکے دے
کۀ يزيد مست په غرور دے
دا بهار دے کۀ گلاب دے
لږ پټ شوے د تيرو نه
ژوند تپوس دے کۀ جواب دے
وايه وايه مُلا جانه
ژوند يو مست د ميو جام دے
لېونے مخ د خيام دے
کۀ يو مات د غم کچکول
يو رنگين باغ د گلونو
کۀ اوښيار مخ د بهلول
کۀ يو تېښته او فرار دے
تښتېدل دی له خپل ځانه
کۀ د اور د ازغو شپول
ژوند تپوس دے کۀ جواب دے
وايه وايه مُلا جانه
ژوند يو خېشت دے چې خوريږی
کۀ جمال چې خاورې کيږی
دا ساز خپل مرگ ته کړی ساندې
کۀ يو اور دے چې بليږی
د دې تلو، مقام، دمه شته
کۀ د سا نه سا تښتيږی
منگوټی کۀ د ارټ دی
څۀ ډکيږی څۀ تشيږی
کۀ يو نور دے چې خوريږی
ناخبره د خپل شانه
ژوند تپوس دے کۀ جواب دے
وايه وايه مُلا جانه