نظم
تقسيم
Ghani Khanڅوک لېونی شی
څوک لېونتوب شی
څوک شی؟ په خوب اودۀ
څوک رنگين خوب شی
څوک احرام وتړی
مخ په قبله شی
څوک جلال واغوندی
پاکه کعبه شی
څوک مست بورا شی
مسته لولۍ شی
څوک رنگينه نيازبينه
د گل غوټۍ شی
څوک يو د درد تصوير
د غم قيصه شی
څوک ئې په مينه مينه
په ننداره شی
يو څو ساعته د رنگ
دخندا تېر شی
اؤ اخر تيارۀ راشی
او واړه هېر شی