نظم

ترجمه د اقبال

Ghani Khan

زۀ هم په زرو پردو کښې پټ يم

تۀ هم په زرو کښې دننه

بس يو زړۀ دے چې ئې غشے

نېغ د سلو واړو وځی

په هر وخت په هر مقام

د هر شی شکل جدا وی

هر ساعت جهان ورانيږی

هر ساعت جهان جوړيږی

د ژوندون راز بس سفر دے

د ابد راز ورانېدل دی

دا پخوا اقبال زما نه

ډېر خېشته رنگ کښې وئيلی