نظم
تارو
Ghani Khanوگوره يوورځی تور تارو په سجده پرېوته
وې کړله رب ته عجيبه غوندې دُعا
وې تورولې تنزرے دے او خړه ولې زانړه؟
ولې يو باتور، يوه گنجۍ، يوه هما؟
زۀ به تل حسېن يم او ښکاری به تل يزيد وی؟
لاس کښې کله دام، کله ټوپک، کله لينده؟
پر د بورا يوسی تور بورا د گلو مينځ له
پر وړی گنجۍ غريبه بوی له اؤ ډېران له
پر وړی پتنگ رڼا له، سوز له، او تاوان له
پر وړی مېږے، د تورانۍ، ښارو مښوکې له
پر وړی کورکوړه د شهباز اؤ شکری نوکې له
پر قارغه په گند، پتنگ ورواچوی په اور
پر عقاب له فخر اؤ ټپوس له شی پېغور
پر يو په باغچه کښې د صحرا د درد لېواله کړی
بل له جام د ژوند شی، جام د زهرو د منگور
پر د عقاب لوې شو ربه ولې د تنزرو؟
ولې هر مارغۀ کښې نشته تله د توتکرو؟
ولې هغه ملک دې د شهباز د شکری کور کۀ
کوم ځائې چې درانه گرځی سيلونه دکمترو
يو تنزرے بس وۀ ستا کمال ښکاره کولو له
ښکلے د طاؤسه خوش زبانه د کمترو
بس چې يومارغه وے، يو ئې پر وے او يو تۀ وے
بس چې تل باجره وې، خاورې، دوړې وې واښه وے
بس چې بس يو تۀ وے، يو ارمان وے او يو زۀ وے
ټول جهان خاموش شو د خپل زړه اواز ئې وارېد
زيړ لکه غلام، د بادشاهانو راز ئې وارېد
ټول جهان خاموش وۀ، يو ادم وۀ چې گويانه شو
مينې داسې يوړو بې خبره د خپل ځانه شو
وې، زر لکها سوالونه، ژوند جواب يم، زه د ټولو
زۀ يو قصه نه يم، خوباب يمه د ټولو
زۀ کله مراد، کله ارمان، کله غرور يمه
زۀ ټنگ او ټکور يم، زه شراب يمه د ټولو
زۀ يمه مخلوق خو دخالق د رنگه ډک يمه
زه کامل کمال، زه سر رباب يمه د ټولو
زۀ يم تورې پنجې د باز سترگې د تنزرو
ما کښې پټ ارمان د حُسن، زور دے دوزرو