نظم
تش جام
Ghani Khanهغه څۀ ساقی وی
چې ئې تش شراب وی جام کښې
نۀ ورکئی خُمار د سترگو!
رنگ د سرو لبانو
دا د دوزخ اور وی
چې تش سوے وی رڼا نۀ وی
دا هغه کافر دے
چې خطبې لولی ماښام کښې
دا د ازغو جاړه د گلاب
خو گلاب نه لری
دا لوگو وهلے سيخ
تيکه او کباب نۀ لری
زهر، زهر، زهر دی
شراب چې خُمار نه لری
کفر ، کفر کفر ده
مستی چې قرار نه لری
څۀ هغه بنده وی
چې جنون او دلدار نه لری
هغه د څۀ سيند وی
چې غولۍ او ابشار نۀ لری
هغه څۀ مومن وی
چې مستی دکافر نۀ لری
څۀ وی هغه سترگې
چې د مينې نظر نۀ لری
هغه دعا څۀ وی
چې شړنگا او شڼا نۀ لری
زهر، زهر ، زهر دی
شراب چې خُمار نه لری