نظم

تصور

Ghani Khan

زۀ يم ناست ځان له جانان يو تصورکښې جوړومه

کله ئې سترگې تورومه، کله ئې شونډې ښکُلومه

زۀ يم ناست د غم په هار کښې د رڼا بڅری پيئمه

خُم د رنگ کښې لا خُمار شته زۀ ترې لپې ډکومه

د سخی گوتو دې ځار شم څنگه ښکلے وېش دې وکړو

زۀ يو څاڅکے خو ځيگر کښې دريابونه گرځومه

زر او زور او تخت دې واغشت، خېشت، نظر او خيال دې راکړۀ

د سرور په سور طوفان کښې دې کړه ډوبه لوږه طمعه

دا يو غم د وېشه پاتې چرته پټ تيارۀ کښې ناست وۀ

رو رو پټ مې زړۀ له راغے لکه مار د ښکار په طمعه

په دې هر څۀ دې رضا يم د لالونو زرو خانه

غم څۀ مرگ مې هم قبول دے په خندا ئې قبلومه

دا خو تا اور اورکے يو د سرور ماته بخښلے

ځکه زۀ دې تورمحل کښې خپل خوبونه بلومه

خلق وائی لاړ بوډا شو غنی خپلې مستۍ وخوړ

زۀ يم ناست د يار وېښتو کښې دنرگس گلونه ږدمه

مرگه ځه چرته ورکېږه زۀ لا نۀ يمه وزگار

خُم د رنگ کښې لا خُمار شته زۀ ترې لپې ډکومه