نظم

تۀ اؤ زۀ

Ghani Khan

اې د حسن فرشتې تۀ ئې حوره د رضوان

زۀ بادشاه يم د دوزخ په لمبو د اور روښان

زۀ يخ باد يم د خزان تورې لړې د ماښام

زۀ مئين د بت په سترگو په ساقی يم اؤ په جام

ستا خېشته مينې وفا زۀ په معنی د مينې پوئې کړم

ستا غمگين روښان نظر زۀ هم بنده کړم هم سړې کړم

اې د حسن فرشتې! ستا غم نۀ دے سور خُمار دے

دخزانه تا جوړ کړے يورنگين غوندې بهار دے

تا کړۀ بره د سپوږمۍ نه دا خندا، کوکۍ، قيصه

تا په سترگو د اذر کښې عکس جوړ کۀ دموسی

تا پتنگ له مستی راوړه د نورونو د زهرا

تا د سرو گلو باغ جوړ کۀ په ځيگر کښې د صحرا

اې د مينې فرشتې! اې دنور او رنگ قيصې

ښاپېرۍ تۀ چا بندی کړې د غمونو دکوڅې!

چا وړه لولکه گېره کړه تورتم سيلۍ باران کښې

چا تصوير د صحرا جوړ کۀ دې د سرو گلو بوستان کښې

په مئين چې شی مئينه يارانه نه ده بيوپار دے

چې په غم ارمان بدل کړی دغه مينه دغه يار دے

که مجنون په لېلی روک وۀ په مجنون روکه لېلی وه

چې فرهاد مُسکے وۀ شيرينۍ هم په خندا وه

دا نۀ مينه نه وفا ده خوشحالی مستی گټل وو

په چينجی کښې وزرونه د لولکۍ ټوکېدل وو

دا د سود گټې قيصې وې بندگی قربانی نۀ وه

د مجنون د زړه مستۍ له دلېلی څوک ثانی نۀ وه

چې فرهاد مسکے او مست وۀ شيرينۍ هم په خندا وه

دانه نه مينه نه وفا وه خوشحالی مستی گټل وو

په چينجی کښې وزرونه د لولکې ټوکېدل وو

دا د سود گټې قيصې وې بندگی قربانی نۀ وه

د مجنون د زړۀ مستۍ له د ليلی څوک ثانی نه وه

خو اے دحسن فرشتې اے د نور اؤ رنگ قيصې

تا مسنی بې خودی ورکړه، په ژړا اؤ وسوسې ـ

اے محبوبې! بت پرستې! زه يو بحر د تيئرو ئيم

اے د سپينو گلو لښتې! عکس ستا د ولولو ئيم

اے د غر د سوکې واؤرې! ستا د څاڅکو زۀ ډونډکے

زما بحر د مستۍ دے، ستا نيازبين زړگے وړوکے

ته مې حوره د فردوس، ځناور زه دجهان

ته ژوندون رڼا او شمع، زه تياره غم او طوفان

ته تسکين د مسلمان ئې، زه ئيم مينه د کافر

ته په مينه تالا زړه ئې، زۀ په حسن تالا سر

ته بنياد او روح د سيندئې، زه موجونه سرسری

تۀ سرور طور اؤ موسی ئې، زه آرمان د سامری

اے د حسن فرشتې! ته ئې حوره د رضوان

زه بادشاه ئېم د دوزخ، په لمبو د اور روښان

زه يخ بادئيم د خزان، تورې لړې د ماښام ـ

مجنون وې لېلی پوئې نۀ شوم

چې تۀ ښۀ ئې او کۀ زۀ؟

بلبل گل ته په خندا شو

وې دا څه وائی دا څۀ؟

گلاب رو په نياز مُسکے شو

وې کۀ زۀ يم او کۀ تۀ

تۀ ئې زۀ او زۀ يم تۀ

فرق زما او ستا د څۀ

هغه چې فرق لری زمونږه

نۀ پرې پوهيږو تۀ او زۀ

لېونی کۀ سر راپورته

وې جواب ولې د څۀ؟

صوفی ځان کۀ ډېر کړې ستړے

کۀ د ښو نه ښه شې تۀ

خو د عرش پايو له نۀ ځی

د هاؤ هاؤ چغې د خرۀ

لېونی سترگې کړې ښکته

وې ليد شين ړوکے واښه

وې اے زما د روح خاونده

چې دے ښۀ دے او کۀ زۀ؟

د نسيم يو چپه راغله

خوله زما خوله د واښه

ئې په خپلو شونډو ښکل کړې

دواړه خولې په يوه خوله

لېونے لا لېونے شو

دا ئې وې بره ئې کاتۀ

هيڅ په پته دې پوئې نۀ کړم

چې تۀ څۀ ئې او زۀ څۀ؟