نظم
ټوقه
Ghani Khanما به شمع شمع کوله
تا که جوړ رانه پتنگ
تلمه ښکار له د کبوړو
تا ورپېښ کړم په نهنگ
ما د قصده وې ملنگ يم
تا رښتيا کړمه ملنگ
ما پېښې کړې د تورزنو
تا مې کور له راوړو جنگ
زه خو غږ کولے نه شم
په گيلو ته خفه کېږې
خو : حقه دا ده لويه خُدايه!
تۀ په ټوقو نۀ پوهېږې