نظم

ترانه

Ghani Khan

نۀ ما سره زر نۀ مرجان شته دے

نۀ ما سره شته د لالو ډېر

جانانه! جانان د ملنگ ئې تۀ

ملنگ سره وی د سوالونو ډېر

ما تا له ډالۍ راوړې ده

وطنه! مستی اؤ ځوانی زما

سره وينه تاوده او زړگے نر

نرتوب اؤ پښتو او خانی زما

زۀ ځان او جهان په دلبر ږدمه

زۀ پښو کښې جانان ته ځيگر ږدمه

زۀ مست داسې مست ننگيالے يمه

فقير ته کچکول کښې خپل سر ږدمه

زۀ مست او سرشار او مجنون يم

زۀ زوے ننگيالے د پښتون يم

لوگے شه له تا دا ځوانی زما

نرتوب او پښتو او خانی زما

زۀ سر اوسرور صدقه ورکوم

د سترگو دنور صدقه ورکوم

زۀ ژوند او ځوانی تالا کومه نن

مستی او غرور صدقه ورکؤم

ما سر خپل جانان ته بخښلے دے

خمار مې رحمان ته بخښلے دے

خندا په دلبر لوگے کومه زۀ

ما اوښ بيابان ته بخښلے دے

زۀ جوش او جنون لوگے کومه له ياره

زۀ ټنگ او ټکور صدقه ورکوم

زۀ ښېشت او مستی ستا په پښو ږدمه

زۀ مينه او زور صدقه ورکوم

زۀ ورک لېونے د منصور په شان

لېلی له په ټيک کښې قمر ږدم

زۀ مست داسې مست ننگيالے

فقير ته کچکول کښې خپل سر ږدمه

خو نۀ ما سره زر نۀ مرجان شته دے

نۀ ما سره شته د لالو ډېر