شعر څه لرمه چې د خدای په نوم يې ورکړم Malang Jan Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 څه لرمه چې د خدای په نوم يې ورکړم چې طبيت د خان صاحب پرې برابر کړم 02 په زر درېزره جريمه قانع نه دی مناسب وي چې يو چرګ ورميسر کړم 03 زما وږي نس ته نه ګوري خان غواړي يه يارانو سلا راکړئ څه هنر کړم 04 په سلام او په ځار ځار نه پخلا کيږي سل ګيز نشته چې له جئبه يې بهر کړم 05 نن سبا به يې تر لښتو لاندې مړ شم اوس بايد چې کور او کلی پرې خبر کړم 06 زه چې خدای کړم د هر چا ګزار ته نښه څه ګيله به د غريب او زورور کړم 07 نن به زه ” ملنګ جان ” صبر نه کار واخلم خپل فرياد به پاک الله ته په محشر کړم Dictionary meaning × Headword