شعر څه پېژنم Malang Jan Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 مجنون دې رانه جوړ کړو ننګ و عار څه پېژنم؟ د هجر په زندان کې زيست روزګار څه پېژنم 02 د ننه په عالم کې له عالم ځنې جدا يم ډوب ستا په تصور کې دشت و ښار څه پېژنم 03 د زړه د پاسه وايم چا ته خان چا ته بادار بادار مې په زړه ته يې بل بادار څه پېژنم 04 ځار ستا تر زوړ انګړ شه د بل چا قر و ماڼۍ چې ته نه يې ګلشن کې زه ګلزار څه پېژنم 05 حيران دی زما اوښکو نه باران د نوبهار پخپلو اوښکو لوند يم نوبهارڅه پېژنم 06 ملنګ نه ومه، زه ملنګ جان تا کړمه ملنګ په مينه چې ملنګ شوم کسب و کار څه پېژنم Dictionary meaning × Headword