غزل څوک دې نه وايي چې ماته ګناه نشته Sahib Shah Sabir Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 د کابل په جنګ کې چاته ګناه نشته 02 ماخو وې چې ته پخپل اختيار کې نه يې 03 ماخو تاته وې چې تاته ګناه نشته 04 زوروره ! زورور خو زورور دي 05 زورور ته خو ميراته ګناه نشته 06 چې په خلکو کې د عقل ترې نه وي 07 که دروغ وايي ملاته ګناه نشته 08 مونږه څه ورکړي څنګه ترې څه غواړو؟ 09 نوي ژوند نوې دنياته ګناه نشته 10 نه، نه ستا ظلم په ظلم حساب نه دى 11 نه، نه تاته خو نياواته ګناه نشته 12 داسې لږ لږ زه له ځايه لېونى وم 13 دساقي سترګو ته زياته ګناه نشته 14 چې زمونږه د بلا سره ياري ده 15 که بلا مو خوري بلاته ګناه نشته 16 مونږ د ځان سره څه ونه کړه صابره 17 مونږ په ځان کړي دنيا ته ګناه نشته Dictionary meaning × Headword