نظم

هوش

Ghani Khan

شراب هله شی شراب چې څوک ئې وڅکی

څاڅکے سيند شی چې چپه شی يا ابشار شی

گل چې خورکړی په سادين د رنگ دوکان خپل

په تيرو کښې جوړ عجب د خېشت بازار شی

چې اواز د سرۀ ووځی بد ئې رنگ شی

چې خودی د خوده ووځی نو خُمار شی

چې فولاد د مينې مستې اوبۀ واخلی

نو حېران او پرېشان تار د ستار شی

سړيتوب چې لوړ اوچت شی لېونتوب شی

چې صحرا په رنگ مئين شی نو گلزار شی

چې انسان مالک د خسن او سرور شی

اور اؤ گور ورته گلونه لاله زار شی

د سپوږمۍ حسن روښان شی په شبنم کښې

د غانټول اوږ ولونه د ښامار شی

د ژوندون مطلب کمال دے د اظهار

يو له اوښکې، يو له "اخ" يو له شړنگار شی

بل څۀ نشته ځان اؤ ژوند پوره کول دی

قسمتی هغه خوبونه چې بهار شی

بس بنده دے کۀ مجنون دے کۀ مدهوش دے

خرڅوونکی اخستونکے د دۀ هوش دے

کۀ جومات کښې بس الله الله الله دے

مېخانه کښې يو اواز د نوش "بنوش" دے

دغه خوند کړی چې يو يار شی يو رېبار شی

دغه خيال کله جانان کله بهار شی

ټول د هوش کفر کۀ مينه کۀ سرور دے

د دۀ سترگې دی، نۀ شمع ده نه نور دے

عجيبه واکدار کۀ جوړ رب د جهان

چې د عقل تور کندو ته قانون وائی

دې د حسن پجاری، ته لېونے وائی

اؤ د خاؤرو سوداگر ته قارون وائی

د ژوندون احساس ته خبط اؤ سودا وائی

عاشقۍ ته د بدبختو خرو جنون وائی

د دۀ هوش، د دۀ دمينې تور ښامار شی

دا عيسی غريب پخپل بستر په دار شی

هوش محل يو د سوونو مُنارو دے

لوې وطن د دريابونو د درو دے

دۀ کښې يخې تارخانې د طور د گټو

دې کښې خور يو تور درياب تور په تيرو دے

دې کښې سپين لوې محلونه د رڼا دی

دې کښې خور خاموش ارمان دمقبرو دے

کله کله دمستۍ سرۀ خُمارونه

کله کله تش کچکول ډک د اسرو دے

دا دې شکر چې د غم په تور محل کښې

راښکاره کله يا مينه يا دلدار شی

دا دے شکر چې د مرگ په بادشاهۍ کښې

کله کله څاڅکے وخاندی ابشار شی

دا نعمت دے چې په لوږه گاڼه شوے

خط و خال تالا په سرو شونډو د يار شی

هوش چې ورک شی دخپل هوشه نو مستی شی

چې خودی د خوده ووځی نو خُمار شی