نظم
وه ملا!
Ghani Khanماته ياد خپلې گناه کۀ
تانه هېر خپلې نيکۍ کۀ
ما جانان کۀ دلربا کۀ
تا تکۍ او ناتکۍ کۀ
ما دخپلې مستۍ تاج کۀ
تا د خپل جهل لکۍ کۀ
ما اوښيار د جهان پلار کۀ
تا جولا د وتکۍ کۀ
ماترې مينه مستی جوړ کړل
تا گاڼه په دوه چکۍ کۀ
ما د حسن سمندر کۀ
تا شوقی د ملکۍ کۀ
نو اوس ووايه ملا تۀ
چې ئې تۀ خوښ ئې کۀ زۀ؟