نظم

واؤره جنتی

Ghani Khan

جنت يو حال دے، د عشق د مستۍ يورنگ

جنت يو شرنگ دے د گنگرو، د ځوانۍ غورځنگ

جنت نازک دے، د گل د ارمان هسې

جنت ښېسته دے، زما د جانان هسې

جنت درياب يو د مينې او شان دے

هره قطره ئې سپوږمۍ، د هر څاڅکے جهان دے